تورخم عمري پنډغالي کې کاریګرو ته د کار په بدل کې پیسې ور کړل شوې!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۵:۳۳
خبر

تورخم عمري پنډغالي کې کاریګرو ته د کار په بدل کې پیسې ور کړل شوې!

نن شنبه د ذو القعدې د میاشتې پر ۱۹مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د نړیوال فدراسیون په مالي همکارۍ د ننګرهار ولایت د تورخم په عمري پنډغالي کې د کار په بدل کې د پیسو پروژه کې ۴۰ تنو هغو کاریګرو ته چې د پنډغالي په پاکوالي، د خېمو نصبولو، نظم او له راستنېدونکو کډوالو سره د انتقالاتو برخه کې په کار بوخت دي؛ په ټوله کې څلور سوه او اتیا زره (۴۸۰،۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې، چې هر یو تن ۱۲،۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS