تخار ولايت کې څه باندې ۱۵۸۶۰ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۰:۵۶
خبرونه

تخار ولايت کې څه باندې ۱۵۸۶۰ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات!

د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د تخار ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۲۸۵۷ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۸۷ تنو ټپیانو پانسمان، ۱۸۲۷ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۱۰۲۹۹ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۲۸۳ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۳۹۳ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۱۲۰ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۷:۱۵
Background image

کابل کې رمضاني مرستې؛ ۳۰۰ بې وزلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کابل مرکزي مرستون کې پر ۳۰۰ اړمنو او بې وسه کورنیو بېلابېل خوراکي او غيرخوراکي توکي ووېشل.
ياده مرسته د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۸:۲۴
Background image

د روژې د میاشتې په مناسبت؛ لغمان کې پر ۴۰۰ اړمنو کورنیو خُرما ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په لغمان ولایت کې پر ۴۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو د روژې د میاشتې په مناسبت ۱.۶ ټنه خُرما ووېشل شوه.
ياده مرسته چې د ملک سلمان د بشري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۶:۵۵
Background image

د بشري مرستو د پراختیا په موخه د افغاني سرې میاشتې او نړیوالو کاري شریکانو درې اړخیزه ناسته وشوه

چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
د ‎افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌الدین دلاور او د نوموړي مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن، په افغانستان کې د آى سي آر سي له مسٶولې اغلې. . .

BACK TO NEWS