بلخ:
افغاني سرې میاشتې له لوري نن د ذوالحجې پر ۳مه د بلخ ولایت مرکز کې د نو اباد بیاده، کشکک، منګلي، موی مبارک، نو اباد سرداران، نو اباد افملک، نوارد اوفملک، حضرت عثمان، خواجه سنګ لیس، ده رازي، ده قاضي او تکه ترکمن ۵۵۰ وچکالۍ ځپلو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
یاده مرسته کې ۲۷۵۰۰ کیلو اوړه، ۱۳۴۷۵ کیلو وریژې، ۲۷۵۰ کیلو بوره، ۱۱۰۰۰ کیلو مالګه، ۵۵۰۰ کیلو غوړي، ۵۵۰ کیلو شین چای او ۵۵۰ پاکټه بسکوټ وویشل شول. ټاکل شوې په بلخ ولایت کې به د افغاني سرې میاشتې له لوري په یوه اونۍ کې دننه ټولټال ۲۵۰۰ کورنیو ته یاده مرسته وویشل شي.