بغلان کې د افغاني سرې میاشتې له لوري پر سېلاب ځپلو کورنیو مرستې وویشل شوې!
د پنجشنبې په ورځ د روان ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د شوال پر ۵مه د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۱۲۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو
۱۱ قلمه مرسته وشوه. په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۳ کیلو وریژې، ۲ کیلو لوبیا، ۲ کیلو نخود، ۳ کیلو بوره، ۲ کیلو نسک، ۱ کمپله، ۲ د اوبو بوشکې، ۱ د پخلنځي د لوښو سیټ، ۱ د روغتیا ساتنې سیټ او ځینو کورنیو ته یوه خیمه شامل وو.