بغلان ولایت کې پر سېلاب ځپلو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۸:۵۶
خبرونه

بغلان ولایت کې پر سېلاب ځپلو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن سه شنبه د شوال د میاشتې پر ۱۷مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کې له ۶ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۷ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې په ټوله کې ۵ خېمې، ۳۶ کمپلې، ۶ سیټه د پخلنځي توکي، ۶ روله پلاستیک، ۱۸ پتنوسونه، ۷۲ کلچې صابون او ۱۲ د اوبو بوشکې په کې شاملې وې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۸:۲۴
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې‌ شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته د نغدي مرستو د څلورم پړاو په ترڅ کې ۴ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې.

یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل؛ د روغتیايي خدمتونو پراختيا او د ځوانانو او رضاکارانو د ظرفیت لوړونې لپاره دوه هوکړه‌ لیکونه لاسلیک شول

سې‌شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې، د ناروې د اوسلو مرکز او د سعودي عربستان د رابطه العالم الاسلامي ترمنځ د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ځوانانو او رضاکارانو د ظرفیت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

کابل؛ د افغاني او قطر سرو میاشتو ترمنځ د بشري همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو

سې‌ شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیزالرحمن په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له مشر ښاغلي بها النجومي سره تعارفي ناسته وکړه او د دواړو ملي ټولنو ترمنځ یې د. . .

BACK TO NEWS