بدخشان؛ ۵۰۰ زیانمنو بزګرانو ته ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۲۳
Bd

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار په بېلابېلو ناحیو او کلیو کې ۵۰۰ هغو بزګرانو ته، چې د وچکالۍ له امله زیانمن شوي وو، ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

دا مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هر زيانمن بزګر ۲۳ زره افغانۍ ترلاسه کړې.

د دې مرستې موخه د زیانمنو بزګرانو اقتصادي ملاتړ او د هغوی د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابرول دي.

دغه مرسته د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او د هغوی د معیشت د دوام په برخه کې اغېزمنه تمامېدلى شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۲۳
Background image

بدخشان؛ ۵۰۰ زیانمنو بزګرانو ته ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار په بېلابېلو ناحیو او کلیو کې ۵۰۰ هغو بزګرانو ته، چې د وچکالۍ له امله زیانمن شوي وو، ۱۱.۵. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۱۹
Background image

پروان؛ له ۲۰۰ اړمنو مېرمنو سره ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د خوړو له کمښت سره مخ، له ۲۰۰ اړمنو مېرمنو سره د مرستو د پنځم پړاو په ترڅ کې دوه میلیونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۸:۱۴
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې ۲۵ کارکوونکو ته د بېړنیو عملیاتو مرکز د پېژندنې په اړه روزنه ورکړل شوه

پنجشنبه، ۱۷ جمادی ‌الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د پېښو ریاست، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ د افغاني سرې میاشتې د بېړنیو عملیاتو مرکز د پېژندنې او دندو په اړه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS