باميان!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۸:۵۴
 باميان!

د افغاني سرې مياشتې ګرځند روغتیایي ټيمونه په هغو لرو پرتو سيمو کې روغتيايي فعاليت کوي چې وګړي يې روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی نه لري، په یادو سیمو کې یوه هم د باميان ولایت د یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ ده چې د افغاني سرې مياشتې ګرځند روغتيايي ټيم په تېره يوه مياشت کې ۳۱۹۰ تنو هېوادوالو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي، چې له دې جملې يې د ۱۵۷۰ ناروغانو کتنه کړې او وړيا درمل يې ورکړي، ۱۹۱ ښځو ته يې واکسين تطبيق کړی، ۸۶ تنه ټپيان يې پانسمان کړي او ۱۱۶۰ هېوادوالو ته یې د روغتیا ساتنې په اړه پوهاوی او معلومات ورکړي.

nn

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

یکشنبه، ٢ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۷۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

لوګر؛ د ترافیکي پېښې د قربانيانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې له هغو ٣ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یې د کډې بار موټر په لغمان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

BACK TO NEWS