بادغيس ولايت کې څه باندې ٦٦٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

بادغيس ولايت کې څه باندې ٦٦٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د بادغيس ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٤٨٥ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ١٧٤ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ٦٢٨ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٢٣٥٥ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٤٤٦ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٣٠٣ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړي، د دې ترڅنګ ٢٥٤ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.