انجینر مصطفی د سرې میاشتې د لويديځ زون د رئیس په توګه وټاکل شو!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۷ - ۱۴:۳۸
انجینر مصطفی بحیث رئیس زون ساحوی غرب معرفی گردید!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له حکم سره سم د روان ١٤٠٠ لمریز کال د لړم پر ۱۵مه نېټه د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ربیع الثاني له لومړي نیټې سره سم ښاغلی انجینر مصطفی د سرې میاشتې د لويديځ زون د رئیس په توګه د مولوي فضل الرحمن فیاض او د يادې نماینده ګۍ د کارکوونکو، رضاکارانو او اعضاوو په شتون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شو.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل او وروسته ښاغلي مولوي فیض الرحمن فیاض ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ملي ټولنې د سرپرست رییس پيغام واوراوه او په ملي ټولنه کي یې چې د خیر او بشردوستۍ اداره ده؛ له ګمارنې مننه وکړه.

ورپسې د یاد ریاست پخواني رییس ښاغلي احمد الله افضلي د ملي ټولنې د سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق له ګمارنې خوښي وښوده او نوي ګمارل شوي رییس ته یې په ورځنیو چارو کې د بریاوو هیله وکړه.

همدا راز انجینر مصطفی د سرې میاشتې د لويديځ زون له پخواني رئیس او د سرې میاشتې او یادې ټولنې له کارکوونکو له تېرو کړنو د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په خپلو بشرپالو خدماتو کې به له هیڅ ډول مرستې درېغ او سپما ونکړي.

په غونډه کې د هرات د سرې میاشتې پخواني رییس قاري میر ګلاب الدین د ښاغلي افضلي له لوري پر ۱۴ کلنو کړنو رڼا واچوله او غونډه د خیر په دعائې سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۹:۱۸
Background image

لوګر؛ سلګونه کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرکز پل‌علم په بېلابېلو سیمو کې سلګونو کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو.

دغه پروګرام، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۸:۴۱
Background image

بلخ؛ پر ۴۳۷ اړمنو کورنیو نږدې ۱۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د بېلابېلو ولسوالیو او د مزارشریف ښار د يو شمېر ناحیو پر ۴۳۷ اړمنو کورنیو نږدې ۱۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۶:۴۱
Background image

نورستان؛ ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د مرکز پارون ښار کې له ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملک سلمان د. . .

BACK TO NEWS