افغاني سرې میاشتې وکولای شول په روان کال کې ۲۷ ثابت، ګرځند او فرعي کلینیکونه نوي رامنځ ته کړي.
افغاني سره میاشت د هېواد په ټولو ولایتونو کې ثابت، فرعي او ګرځند کلینیکونه لري او هره ورځ زرګونو هېوادوالو ته روغتیایي خدمتونه ترسره کوي. په میدان وردګ ولایت کې د افغاني سرې میاشتې په ثابت کلینیک کې هره ورځ د نېږې ۱۰۰ مراجعینو کتنه کېږي او وړیا درمل ورکول کېږي.
په تېر نېږدې یو کال کې د افغاني سرې میاشتې روغتیاپالو په ټول هېواد کې د میلیونونو هېوادوالو کتنه کړې او وړیا درمل یې ورکړي.
