افغاني سرې میاشتې هرات ولایت کې ۱۳ ښوونځیو سره د روغتیا ساتنې د توکو مرسته ترسره کړه!
افغاني سرې میاشتې د هرات ولایت د ښار د بېلابېلو سیمو ۱۳ باب (تلاب، بی بی خورشید، گردآب، غیبتان، عقاب کبابیان، فرک انجیل، شهدای انقلاب، تجربوی، رازی، میرویس شهید، شیخ معروف کروخی، قلعه حبیب، الوندهاشمی) نارینه او ښځینه ښوونځیو ته ۲۹ قلمه د روغتیا ساتنې، قرطاسیه باب، د تجهیز او د ادارې د توکو مرسته چې مخکې پکې د واش پروژه پلي شوه ووېشل شوه.
په وېشل شوې مرسته کې د هر ښوونځي لپاره ۱۰ یو نفره څوکۍ، ۱ یوه دفتري څوکۍ، ۱ میز، یوه د اوبو د آزمایښت آله، یو شل لیتره پلاستیکي سطل، ۱ اشغال دانې،۲ درجنه پیالې، ۱ ترموز ، یوه ۵ کیلویي ګاز ډبه، ۱ پطنوس، یوه چای جوش، ۱ د اوبو ترموز، ،۲ د شیرینۍ غابونه، ۱ سپینه تخته، یو استپلر، ۱۰ کتابچې، ۱ درجن خودکار قلمونه، ۱۲ مارکر، یو ځمکنۍ پکه،۱۲ بوتل د تشاب مایع، ۶ د تشناب وینځلو برسونه،۱۲ جوړه دستکش،۶ جوړه موزې، ۶ دانې رابري پاس پاس ، ۶ پلاستیکی سطلونه،۶ داوبو ډولچې،۶ پلاستیکي لګنونه، ۱۲ بستې کاغذتشنابونه، ۱ کراچۍ، ۲ دانې پیچ کشونه،۳ دانې اسکورنجونه او ۱۵۶ کلچې صابون شامل وو.