افغاني سرې میاشتې د موبي ګروپ مسئولین وستایل

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۹:۳۰
خبرونه

افغاني سرې میاشتې د موبي ګروپ مسئولین وستایل 

سه شنبه، ۶ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د دې خیریه ملي ټولنې مرکزي دفتر کې د سوري زړه ناروغانو د درملنې په موخه د موبي ګروپ پر ځینو مسئولینو د پيسو را جمع کولو په پار ستاینلیکونه ووېشل.

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې سرپرست عمومي رئیس د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ناروغانو د درملنې او عملیات په موخه د هېواد دننه او بهر د نغدي مرستو راټولولو په پار د دوی مننه وکړه او د الله سبحانه وتعالی له دربار څخه یې ورته په دنیا او اخرت کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

یاده د وي چې سږ کال د روژې مبارکې میاشتې له پيله تر پایه موبي ګروپ د روژه ماتې پر مهال تلویزیون کې د ترتیب کړي پروګرام له لارې افغاني سرې میاشتې ته د سوري زړه ناروغانو د درملنې او عملیاتو په موخه په هېواد کې دننه او بهر له خيرپاله وګړو څخه ټولټال ۶ میلیونه یو سل، اووه اتیا زره او درې پنځوس (۶۱۸۷۰۵۳) افغانۍ او دوه دیرش زره نهه سوه اووه (۳۲۹۰۷) امریکايي ډالر را جمع کړي وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۷:۴۰
Background image

پروان کې ۵۰۰ اړمنو او راستنو شوو کورنیو ته ژمني توکي ورکړل شول

شنبه، ۲۶ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پروان ولایت د مرکز په ګډون د بګرام، سید خېل او سیاګرد ولسوالیو له ۵۰۰ اړمنو، بې سرپرستو او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بېلابېلو ژمنیو توکو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۷:۲۷
Background image

ننګرهار؛ زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

شنبه، ٢۶ شعبان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د ننګرهار ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٦١٣٧٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۵:۲۶
Background image

ننګرهار کې د ورښتونو له امله اغېزمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

شنبه، ۲۶ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار اړوند په غوچکو سیمه کې له هغې کورنۍ سره ۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې د سختو ورښتونو او د خونې چت د. . .

BACK TO NEWS