افغاني سرې میاشتې د فراه په خاک سفید کې پر ۸۰ سېلاب ځپلو کورنیو نغدي مرسته ووېشله

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۰:۵۹
pr

چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې پر ۸۰ سېلاب ځپلو کورنیو اته سوه څلوېښت زره (۸۴۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
دغه مرسته به د لنډې مودې لپاره د یادو کورنیو اساسي ستونزې حل او د هغوی ورځنۍ او بېړنۍ اړتیاوې تر یوې کچې پوره کړي.
افغاني سره میاشت د سېلاب‌ ځپلو هېوادوالو د لاسنیوي، ملاتړ او د هغوی د ژوند د لومړنیو او بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هر ډول بشري همکارۍ ته ژمنه ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۶:۳
Background image

پنجشېر کې پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو د روژې په مناسبت خُرما ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۲ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري پنجشېر ولایت کې پر ۳۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ۲.۴ ټنه خُرما ووېشل شوه.
دغه مرسته چې د روژې په مناسبت ترسره شوه، موخه یې په دې مبارکه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۵:۱۹
Background image

د روژې په مناسبت؛ کاپیسا کې ۵۰۰ راستنې شوې کورنۍ له ۴۰ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۱۲ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کاپیسا ولایت کې له ګاونډیو هېواد څخه پر راستنو شوو ۵۰۰ کورنیو ۴۰ ټنه خوراکي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸۰ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۹
Background image

د افغاني_سرې_میاشتې ۹۲ يمه ګڼه مجله خپره شوه

د افغاني سرې میاشتې درې‌ مياشتنۍ #مجله، چې ددې ادارې د فعالیتونو، عامه پوهاوي او اړوندو معلوماتي مطالبو لنډ او منظمې برخې پکې ځای پر ځای شوي، تازه له چاپه راووته.
لوستونکي کولای شي، دا. . .

BACK TO NEWS