افغاني سرې میاشتې ته د ترکیې د سرې میاشتې د ژمنه کړې ۷۵۰ ټنه مرستې لومړی ریل ګاډی افغانستان ته را ورسېد

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۹ - ۹:۱۰
افغاني سرې میاشتې ته د ترکیې د سرې میاشتې د ژمنه کړې ۷۵۰ ټنه مرستې لومړی ریل ګاډی افغانستان ته را ورسېد

نن د ترکیې د سرې میاشتې له لوري له افغاني سرې میاشتې سره د ۷۵۰ ټنه بشري مرستې لومړی ریل ګاډی د هرات ولایت د تور غونډۍ بندر ته را ورسېد.

د یادې مرستې هرکلي ته د افغاني سرې میاشتې سرپرست مرستیال محترم ملا نورالدین ترابي، افغانستان کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګین، د افغاني سرې میاشتې د نړیوالو اړیکو رییس غلام حبیب حسام، د هرات والي مولوي اسلام جار، د افغاني سرې میاشتې د لویدیځ سیمه ییز ریاست رییس مصطفی نبي خېل، په افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې استازی فرید ضیاء او یو شمېر نور کسان ورغلي وو.

 

افغاني سرې میاشتې ته د ترکیې د سرې میاشتې د ژمنه کړې ۷۵۰ ټنه مرستې لومړی ریل ګاډی افغانستان ته را ورسېد

 

افغاني سرې میاشتې ته د ترکیې د سرې میاشتې د ژمنه کړې ۷۵۰ ټنه مرستې لومړی ریل ګاډی افغانستان ته را ورسېد

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۲۳
Background image

سرپل کې له سېلاب‌ ځپلې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په هجده بالا کلي کې له یوې هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله سېلاب‌ ځپلې وه، نغدي مرسته ترسره شوه. . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۱۱
Background image

پکتیا کې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د کلینیکونو د آمرینو شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ بشپړ شو

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل ختیځ ییز زون په کچه په پکتیا ولایت کې د ۵ ولایتونو د ثابتو کلینیکونو آمرینو ته د ساري ناروغیو تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۷:۴۱
Background image

هرات کې ۲ سېلاب ځپلې کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د سروستان په کلي کې ۲ سېلاب ځپلې کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې یوه کورنۍ، چې ځاني او مالي. . .

BACK TO NEWS