افغاني سره میاشت هغه ځوان کهول ته چې په خپل شخضي لګښت زده کړې نشې کولای زمینه برابروي
فغاني سرې میاشتې د هېواد ځوان کهول ته چې په شخصي ښونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري؛ په ټول هېواد کې ٣٥ ښوونیز مرکزونه لري. پر همدې بنسټ د بامیان ولایت ښوونیز مرکز د تېر ۱۴۴۵ سپوږ میز کال په وروستيو ۳ میاشتو کې ۳۵۰ زده کوونکو ته په بېلا بېلو برخو لکه؛اسلامي ښوونه، سیرت النبي، لیک لوست، ریاضي، انګلیسي او کمپیوټر برخو کې د زده کړو زمينه برابره کړې او لا هم په زده کړو بوخت دي.