اطلاعیه!
افغاني سره میاشت غواړي له نقشې او مشخصاتو سره سم په بنسټيزه توګه د بیاروغونې په موخه درې درې پوړیزې ودانۍ، دوه یو پوړیزه ودانۍ، د شیرافغان یو پوړیزه ودانۍ، د امیري او آریانا روغتونونو شاته سړک او افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر ودانۍ سویل لوري سیمه د زرغونتیا په موخه داوطلبۍ ته وسپاري.
ټول هغه ساختماني شرکتونه چې په دې برخه کې فعالیت لري؛ د تړون په موخه دې خپل غوښتنلیکونه د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست ته وسپاري او خپله دې د اعلان له خپرېدو وروسته تر څوارلس ورځو پورې مراجعه وکړي، د ګډون د حق پیسې ۱۰۰۰ افغانۍ دې چې نغدې اخیستل کېږي.
پته: کابل، افشار د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر