د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په شلتن ولسوالۍ کې د لر و بر، چوګام دره او سونو کلیو ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو ۳۳ ټنه مرسته وویشل شوه.
د افغاني سرې میاشتې له لوري د محرم الحرام پر ۱۵مه د کونړ ولایت په شلتن ولسوالۍ کې د لر و بر، چوګام دره او سونو کلیو ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو ۳۳ ټنه مرسته وویشل شوه.
یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو غوړي، ۱۰ کیلو وریژې، ۱۰ کیلو لوبیا، ۱۰ کیلو بوره، ۱۰ کیلو مکروني، ۶ کیلو خرما، ۲ کیلو چای او ۲ پاکټه مالګه شامل وو.