کابل؛ د کونړ نماینده ګۍ د رغنیزو چارو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه
چهارشنبه، ۱۷ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په نمایندګۍ کې د څوکیدار خونې، پخلنځي او تشنابونو د رغنیزو چارو د ترسره کولو په موخه په مرکزي دفتر کې د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.
یاده ناسته د افغاني سرې میاشتې د تهیه او تدارکاتو آمریت له لوري تنظیم شوې وه، چې د څلورو ودانیزو شرکتونو استازو پکې ګډون کړی و.
د داوطلبۍ د بهیر له بشپړېدو وروسته به د ګډون کوونکو شرکتونو اسناد د اړوندو اصولو او شرایطو له مخې وارزول شي او د ارزونې د پایلو پر بنسټ به د یادو رغنیزو چارو د ترسره کولو قرارداد له شرایطو سره برابر شرکت ته وسپارل شي.
