کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د چارو ادارې له لوی رئیس سره د بشري همکاریو په اړه وکتل

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۹:۲۶
K

سې شنبه، ۱۴ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن په خپل کاري دفتر کې د چارو ادارې له لوی رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث نورالحق انور او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري بې‌ سرپرسته مېرمنو او ماشومانو، پېښځپلو، راستنېدونکو کډوالو، رواني او د سوري زړه ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو بشري او روغتیايي خدمتونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک شول.

ښاغلي حافظ عزیزالرحمن وویل، افغاني سره میاشت د کونړ ولایت د زلزلې له امله له زرو زیانمنو کورنیو سره په خپل جوړ شوي کمپ کې د اتو میاشتو لپاره د پخو خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو اړینو اسانتیاوو مرسته کړې ده. نوموړي زیاته کړه، چې دې ادارې ۱۸ زره داخلي بې‌ ځایه شویو کورنیو ته نغدي مرستې هم وېشلې دي.

هغه همدارنګه څرګنده کړه، چې افغاني سره میاشت څلورو کمپونو له لارې هره ورځ شاوخوا لس زره راستنېدونکو کډوالو ته پاخه خواړه او روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. د نوموړي په وینا، د روژې مبارکې میاشتې پر مهال د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې هر ولایت کې زر راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې هم وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغاني سره میاشت دا مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې په مرکزونو کې نږدې ۱۵۰۰ رواني ناروغان تر درملنې لاندې لري او یو شمېر نورو ته په خپلو کورونو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. همدارنګه د هېواد په اوو سیمه‌ ییزو زونونو کې بې‌ سرپرسته مېرمنو او ماشومانو ته د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه هم په بریالیتوب سره روان دي.

له بلې خوا د چارو ادارې لوی رئیس د افغاني سرې میاشتې د بشري او خیریه فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د اړمنو او پېښځپلو هېوادوالو لاسنیوی یو ستر اسلامي او ملي مسؤولیت دی. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د چارو اداره به د افغاني سرې میاشتې د بشري خدمتونو د لا ښه همغږۍ او د اړینو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د کتنې په پای کې ښاغلي انور د افغاني سرې میاشتې د مرستیال په ملتیا د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د داخلي مشمولینو د استوګنځي، د بې‌ سرپرسته مېرمنو د حرفوي زده‌کړو له مرکز او د تولیداتو له نندارتون څخه لیدنه وکړه. نوموړي د یادو مرکزونو د فعالیتونو، خدمتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات واورېدل او د افغاني سرې میاشتې د بشري او ټولنیزو خدمتونو د لا پیاوړتیا لپاره یې ترسره شوې هڅې وستایلې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۹:۲۶
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د چارو ادارې له لوی رئیس سره د بشري همکاریو په اړه وکتل

سې شنبه، ۱۴ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن په خپل کاري دفتر کې د چارو ادارې له لوی رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث نورالحق انور او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۶:۱۸
Background image

کابل؛ د اغېزمن غبرګون لپاره د چمتووالي د موندنو د تحلیل او تائید څلور ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده

سې شنبه، ۱۴ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د اغېزمن غبرګون لپاره د چمتووالي (PER) د ارزونې، تحلیل او تایید په موخه جوړه شوې څلور ورځنۍ غونډه، د هر اړخیزو بحثونو او پرېکړو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۸:۴۰
Background image

کابل؛ کارکوونکو ته د ختیځ زون د زلزلې له عملیاتو څخه د زده شویو تجربو په اړه ورکشاپ ورکړل شو

دوشنبه، ۱۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پلان جوړونې آمریت، د ځوانانو او رضاکارانو، پېښو او روغتیا ریاستونو، او د ختیځ زون د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو د. . .

BACK TO NEWS