خوست؛ ۷۵۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ۸.۲۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې د وېش لړۍ روانه ده
پنجشنبه، ۱۸ ذوالحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۷۵۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ۸.۲۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې د وېش لړۍ روانه ده.
یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په ملاتړ چمتو شوې ده، چې د بېځایه شویو کورنیو د بېړني ملاتړ او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه هرې کورنۍ ته ۱۱ زره افغانۍ ورکول کېږي.
په همدې لړ کې نن د ځاځي میدان ولسوالۍ ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۲.۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د دغې لړۍ په لومړۍ ورځ د علیشېرو ولسوالۍ ۳۵۰ کورنیو ته ۳.۸۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې وه او ټاکل شوې ده، چې سبا (په وروستۍ ورځ) به د ګربزو ولسوالۍ ۲۰۰ نورو کورنیو ته هم ۲.۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شي.
افغاني سره میاشت د بېځایه شویو او زیانمنو کورنیو لاسنیوی خپل بشري مسؤولیت ګڼي او هڅه کوي د هغوی عاجلو اړتیاوو ته پر وخت ځواب ووایي.
