بلخ؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د شمال زون له مرستون او اړوندو ادارو څخه لیدنه وکړه
سې شنبه، ۱۱ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شمال زون په کچه له مرستون، اړوندو ادارو او د دې ادارې له ملکیتونو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي په مرستون کې د مېشتو اړمنو او بې سرپرسته کورنیو اړتیاوې وارزولې او د مسؤولینو له لوري وړاندې کېدونکي خدمات یې وستایل. همدارنګه، د هغوی د نه ستړې کېدونکو هڅو قدرداني يې وکړه او د چارو د لا ښه تنظیم په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې؛ څو د خدمتونو کیفیت لوړ شي او د اړمنو کورنیو اړتیاوو ته پر وخت او اغېزمنه رسېدنه وشي.
سربېره پر دې، ښاغلي مرستیال د شمال زون رياست او بلخ د نماینده ګۍ له فعالیتونو او ملکیتونو څخه هم لیدنه وکړه، د چارو بهیر یې وارزاوه او مسؤولینو ته یې لارښوونه وکړه، څو له شته امکاناتو څخه په منظم او مؤثر ډول ګټه واخلي او د خدمتونو د پراختیا او عوایدو د زیاتوالي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
