خوست کې ۸۰۰ بېځایه شوو کورنیو ته ۱۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه
چهارشنبه، ۱۴ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې ۸۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۱۵ زره افغانۍ ترلاسه کړې.
په تېرو دوه ورځو کې هم د همدې مرستې په لړ کې د ځاځي میدان او علیشېرو ولسوالیو ۲۲۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته ۳۳ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې وې.
د پېښو له امله د زیانمنو شوو هېوادوالو لاسنیوی د افغاني سرې میاشتې له اساسي کاري لومړیتوبونو څخه دی.
