بلخ کې د ۱۳۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د افغاني سرې میاشتې مرستون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۶:۴۰
بلخ

چهارشنبه، ۱۴ شوال ۱۴۴۷

بلخ ولایت کې د ‎افغاني سرې میاشتې د مرستون ودانۍ، چې د ۱۳۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت بیا رغول شوې وه، نن په رسمي مراسمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د مرستونونو رئیس شیخ الحدیث سید احمد بهره مند، د شمال زون رئیس ملا محمد حنیف خالد، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون استازو او یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی و.

د مرستونونو رئیس وویل: دا مرکز به د بې سرپرسته مېرمنو او ماشومانو د ملاتړ او د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې په برخه کې مهم رول ولوبوي او هڅه به وشي چې مشمولینو ته پکې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له همکاریو هم مننه وکړه، چې د مرستون له مشمولینو سره یې د حرفوي زده کړو په برخه کې مرسته کړې ده.

د شمال زون رئیس وویل، د دې ودانۍ د بیارغونې ټول لګښت ۱۳۰ زره امریکایي ډالره دی. نوموړي زیاته کړه، چې دا مرستون به د بې سرپرسته مېرمنو، ماشومانو او رواني ناروغانو لپاره یو خوندي او معیاري چاپېریال برابر کړي.

دغه مرستون په داسې حال کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي، چې په سیمه کې ګڼې اړمنې کورنۍ ورته خدمتونو ته اړتیا لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۷:۴۱
Background image

پروان؛ د ورښتونو له امله ۴۰ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ بشري مرسته ورسول شوه

یکشنبه، ۲۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د وروستیو ورښتونو له امله ۴۰ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ بشري مرسته ورسول شوه.

په مرسته کې هرې کورنۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۷:۳۷
Background image

لغمان کې د زلزله ځپلو لاسنیوی؛ ۷۰۰ کورنۍ له روغتیايي بستو برخمنې شوې

یکشنبه، ۲۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې ۷۰۰ زلزله ځپلې کورنۍ د روغتیايي بستو له مرستو برخمنې شوې.

یادې مرستې چې د ملي ټولنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۴۸
Background image

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د نړیوال فدراسیون له مشر سره د بشري همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې

یکشنبه، ۲۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، په افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مشر ښاغلي حسام فیصل سره ناسته وکړه.

په ناسته. . .

BACK TO NEWS