د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د ترکیې د سرې میاشتې له رییس سره انلاین ناسته ترسره کړه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۰
سرپرست ریاست عمومی سره میاشت با ریس هلال احمر ترکیه نشست انلاین نمود!

نن د روان ۱۴۰۰لمریز کال د مرغومي پر ۲۳مه نېټه د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې د سرې میاشتې له رییس ډاکتر کریم کینک سره انلاین ناسته ترسره کړه.

په ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص وویل، چې مونږ له ترکیې توقع لرو، چې تل له افغاني سرې میاشتې سره په ستونزو کې اوږه پر اوږه ودرېږي او هر ځای په نړیوالو مجلسونو کې زمونږ غږ نړۍ ته ورسوي، ځکه د افغانستان سره میاشت د فدراسیون غړې ده او ترکیه د فدراسیون مرستیالي په غاړه لري.

نوموړي وویل، چې ترکیه او افغانستان تاریخي اړیکې لري او د افغانانو په زړونو کې د ترکیې وګړي ځانګړی ځای لري.

ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل، چې افغانستان کې د ترکیې سرې میاشتې نمایندګۍ له مونږ سره تل مرسته کړې، زمونږ هیله ده چې د ترکیې سره میاشت خپل فعالیتونه په افغانستان کې نور هم پراخ کړي، ځکه ژمی دی او افغانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. نوموړي وویل، چې مونږ درک کوو چې ترکیه له افغانستان سره د مرستې دلچسپي لري.

ښاغلي خالص وویل، چې ترکیه یو پیاوړی هېواد دی او پر نورو هېوادونو یې اغېز شته، نو ځکه به د ترکیې هڅې د افغاني سرې میاشتې لپاره ډېرې ګټورې وي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل، چې مونږ ژمنه کوو، چې له خپل وس سره سم د ترکیې مرستې اړمنو ته په شفاف ډول رسوو او ژمن یو، چې د افغاني سرې میاشتې له اصولو سره سم به مخکې ځو.

نوموړي وویل، چې د اسلامي امارت رهبرۍ مونږ ته ډاډ راکړی، چې دوی به د افغاني سرې میاشتې اصول او له فدراسیون سره کړو تعهداتو ته ژمن وي او تر اوسه د افغانستان اسلامي امارت د افغاني سرې میاشتې په امورو کې مداخله نده کړې.

د ترکیې د سرې میاشتې رییس ښاغلي ډاکتر کریم کنیک وویل، چې مونږ د افغانانو اوسنی حالت درک کوو او تل به د افغانستان تر څنګ ولاړ یو. نوموړي وویل، چې مونږ به د نړیوالو ناستو له لارې د افغانانو حالت نړۍ ته رسوو او کابل کې به زمونږ د ترکیې د سرې میاشتې دفتر له افغاني سرې میاشتې سره تل اوږه په اوږه مزل کوي.

ښاغلي ډاکتر کریم کنیک وویل، چې زمونږ د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره دلچسپي لري او د هغوی په مرسته په پام کې لرو، چې په روان کال کې په ټوله ترکیه کې د افغانستان لپاره د مرستو د راټولولو کمپاین ترسره کړو او له نړیوالو سره په ناستو کې افغانانو ته مرستې راټولې کړو.

نوموړي وویل، چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو مخکې د ملي ټولنو کانفرانس په نړیواله کچه له افغانستان سره د مرستو ژمنه کړې وه؛ ځکه خو دوی هڅه کوي، چې له افغانستان سره ژمنه شوې مرسته افغانستان ته ورسوي. نوموړي وویل، چې دی له نړیوال فدراسیون سره په دې اړه غږېدلی او دده پر اند افغاني سره میاشته ددې وړتیا لري، چې دغه مرستې ورته وسپارل شي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس وویل، چې دوی په ترکیه کې له افغانستان سره د مرستو راټولولو لپاره د ترکیې د سرې میاشتې له لوري د سرتاسري کمپاین هرکلی کوي. نوموړي وویل، چې که په ترکیه کې د افغانستان لپاره مرستې راټولې شي، نو په دې سره به د افغانانو ډېر لاسنیوی وشي.

نوموړي وویل، چې مونږ نړۍ ته سترګې په لار یو، چې د امریکا له وتلو مخکې له افغانستان سره د مرستو کړې ژمنه ترسره کړي.

سرپرست ریاست عمومی سره میاشت با ریس هلال احمر ترکیه نشست انلاین نمود!

 

سرپرست ریاست عمومی سره میاشت با ریس هلال احمر ترکیه نشست انلاین نمود!

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۷:۴۹
Background image

پکتیا کې ۷۵۰ داخلي بېځایه شويو کورنيو نغدي مرستې ترلاسه کړې

پنجشنبه، ٢٠ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ډنډِ پټان ولسوالۍ ۷۵۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۸ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو نغدي مرسته ترلاسه کړه.

دغه مرسته، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

هلمند کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول

پنجشنبه، ۲۰ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په ګرمسېر، مارجې، سنګین او باباجي ولسوالیو کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول.

دغه مرسته د ملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۳۹
Background image

کونړ کې زلزله ځپلو کورنیو ته د ۵.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د کوچنيو کاروبارونو اړوند توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۲۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل او څوکۍ ولسوالیو ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ځان بسیاینې په موخه د ۵.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د کوچنیو. . .

BACK TO NEWS