سمنګان؛ ۳۰۰ بېوزله کورنیو ته خوراکي توکي ورکړل شول
چهارشنبه، ۱۹ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د سمنګان ولایت په روی دو آب ولسوالۍ کې له ۳۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره د بېوزلۍ د کچې را کمولو په موخه ۳۱.۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي وریژې، بوره، نخود، مکروني، رُب او خُرما په کې شامله وه.
همدا راز، هرې کورنۍ ته د روغتیا ساتنې په موخه ۳ چکۍ د لاس مینځلو صابون هم ورکړل شو.
دغه مرسته به د یادو کورنیو لپاره د لنډمهاله خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه تمامه شي.
