کندهار انځرګي کمپ کې پر ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۲:۲۹
خبرونه

کندهار انځرګي کمپ کې پر ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول!

 نن یکشنبه د ذو القعدې د میاشتې پر ۶مه، د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ په انځرګي کمپ کې پر ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو  ۱۰۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول چې پکې ورېژې، غوښه، لوبیا، سلاد، ګرمه ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه شاملې وې.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۱۷ ورځو کې هم د انځرګي په کمپ کې پر ۱۷،۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه وېشل شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۴:۲۳
Background image

سرپل؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د سرپل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۱۹۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۲۴
Background image

ارزګان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول

پنجشنبه، ۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ارزګان ولایت کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول.

په دې مرسته کې یادې کورنۍ ته د بېړنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۴:۳۲
Background image

بلخ؛ په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۲۰۴۰۰ ناروغانو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي

پنجشنبه، ۴ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بلخ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۸۱۴۱ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS