فراه ولايت کې د خياطۍ او خامک دوزۍ مرکزونو د استاذانو د مالي ملاتړ او هڅونې په موخه ۱۳۵،۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۳:۴۲
خبر

فراه ولايت کې د خياطۍ او خامک دوزۍ مرکزونو د استاذانو د مالي ملاتړ او هڅونې په موخه ۱۳۵،۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې!

 
د افغاني سرې میاشتې له لوري د قطر هېواد په مالي ملاتړ د فراه ولایت په بالابولک او پشت رود ولسوالیو کې د خیاطۍ او خامک دوزۍ مرکزونو د ۱۰ تنو هغو استاذانو د کورنیو پر غړو په ټولیز ډول یو سل و پنځه دېرش زره (۱۳۵،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه چې د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وو. 

په ياده مرسته کې هر يوه تن ته ۱۳،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

د اړمنو لاسنيوى او د هغوى پر ځان بسياينه د افغاني سرې مياشتې په لومړيتوبونو کې ځاى لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۳۷
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

چهارشنبه، ١۴ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کنړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٥٩٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۱۹
Background image

پکتیا کې پر ۶۰۰ بېځایه شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې پر ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشله.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۶
Background image

خوست کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته. . .

BACK TO NEWS