فارياب ولايت کې څه باندې ٨٠٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۲
خبر

فارياب ولايت کې څه باندې ٨٠٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د فارياب ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ٤٢٩٥ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ٢٥٤ تنو ټپیانو پانسمان، ١١٩٠ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ٢٣١ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٤٣٧ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ١٣٦٥ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ٢٤٩ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

بامیان؛ د څه باندې ۶۳٠٠ ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۴ ذو الحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بامیان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۸۶۱ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۶:۲۹
Background image

کابل؛ فاریاب کې د افغاني سرې میاشتې پر ځمکه د پانګونې داوطلبۍ ترسره شوه

چهارشنبه، ۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د فاریاب ولایت د میمنې ښار اړوند د ۲۰۴۰ متر مربع ځمکې د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د تهیې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۵۸
Background image

دایکندي کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

چهارشنبه، ۳ ذو الحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د دایکندي ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۰۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS