کابل ولایت کې د روژې مياشتې په مناسبت پر ۶ زره بې وزله او غريبکاره وګړو ١٢ ټنه خُرما وویشل شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲
خبرونه

کابل ولایت کې د روژې مياشتې په مناسبت پر ۶ زره بې وزله او غريبکاره وګړو ١٢ ټنه خُرما وویشل شوه!

د  افغاني سرې میاشتې له لوري د روژې مياشتې په مناسبت د سعودي عربستان مرسته شوې خُرما د پلازمینې کابل اړوند په کوټې سنګي، خوشحال خان، چهلستون، عبد الحق څلور لارې، خير خانې کوتل،  د کابل بالا حصار تر چهار اسياب، ارزان قېمت، سينماى پامير، سرای شمالي، شاه شهيد، کارته نو، پلچرخي، دار الامان او دشت برچي سيمو سربېره د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د تېرو دوو ورځو په لړ کې پر ۶ زره اړمنو، غریبکارو او بېوزله هېوادوالو  ١٢ ټنه خُرما ووېشل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۹:۴۲
Background image

پکتیا کې ۱۸ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د لنډمهالې سرپناه په موخه خېمې ورکړل شوې

دوشنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ډنډِ پټان ولسوالۍ کې له ۱۸ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د خېمو مرسته وکړه.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته د لنډمهالې سرپناه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۳۴
Background image

میدان وردګ؛ د ورښتونو له امله ۴ زیانمنو کورنیو سره غیر خوراکي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له امله له ۴ زیانمنو کورنیو سره غیر خوراکي مرسته وشوه.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۸:۳۵
Background image

پروان؛ څه باندې ۳ زره ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

دوشنبه، ١٩ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پروان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٠٤١ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS