بېرته راستانه شويو کډوالو له کورنيو سره  د ژمي په درشل کې د غير خوراکي توکو د مرستې لړۍ پیل شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۳:۳
خبرونه

بېرته راستانه شويو کډوالو له کورنيو سره  د ژمي په درشل کې د غير خوراکي توکو د مرستې لړۍ پیل شوه!

نن سه شنبه د رجب د میاشتې پر ٢٠مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د ناروې د سره صليب په مالي همکارۍ د کابل په مرکزي دفتر کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور، د نوموړي  د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او په افغانستان کې د ناروې د سره صليب استازو  په شتون کې د ٢٠٠٠ بېرته راستانه شويو کډوالو کورنيو سره د ژمنيو بستو، حفظ الصحه کېټونو او د انساني کرامت بستو د وېش لړۍ په کابل ولايت کې ٨  کډوالو کورنيو ته د مرستې په ورکړې سره پيل شوه.
د یادې مرستې د وېش پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په خپلو خبرو کې د ناروې د سره صليب له مرستې د مننې ترڅنګ په دې سوړ ژمي کې دا ډول مرستې ارزښتمنې او مهمې يادې کړې او زياته يې کړه چې د يادې مرستې موخه چې د بېرته راستانه شويو کډوالو کورنيو ته د ژوندانه اسانتياوې برابرول او په دې سوړ ژمي کې د هغوى ملاتړ دى، په نزدې ورځو کې به په ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتيا، خوست، لوګر، قندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولايتونو کې پر  ٢٠٠٠ راستانه شويو کډوالو کورنيو ووېشل شي.
دا راز ښاغلي دلاور ډاډ څرګند کړ چې افغاني سره مياشت د اړمنو، بې سرپرسته کورنيو، راستانه شويو کډوالو او پېښځپلو د لاسنيوي او دوى سره د مرستو په برخه کې په بشپړ شفافيت خپل بشرپال خدمات او چارې سرته رسوي.

د یادونې وړ ده، چې په ياده مرسته کې ٢٠٠٠ ژمنۍ بستې، ۴۰۰۰ د حفظ الصحې کېټونه او ٢٠٠٠ د انساني کرامت بستې شاملې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۹:۴۷
Background image

پکتیکا او غزني ولایتونو کې پر اړمنو، بېوزلو او بې سرپرسته کورنیو غوښه ووېشل شوه!

پکتیکا او غزني ولایتونو کې پر اړمنو، بېوزلو او بې سرپرسته کورنیو غوښه ووېشل شوه!

نن سه شنبه د رجب د میاشتې پر ۲۰مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري په پکتیکا ولایت کې پر ۱۵۰۰ او په غزني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۹:۱۵
Background image

د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۴ ماشومان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول! 

د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۴ ماشومان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول! 

نن سه شنبه د رجب میاشتې پر ۲٠ مه، افغاني سرې میاشتې د تېر په څېر یو ځل بیا ۱۴ تنه د سوري زړه په رنځ اخته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۴:۲۱
Background image

کابل کې پر داخلي او بېرونیو مشمولینو کورنيو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

کابل کې پر داخلي او بېرونیو مشمولینو کورنيو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن سه شنبه د رجب د میاشتې پر ۲۰مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت په مرکزي مرستون کې له ۲۳۰ کورنیو. . .

BACK TO NEWS