د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس خوست ولایت ته سفر وکړ!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس خوست ولایت ته سفر وکړ!
د رجب د میاشتې پر ۱۷مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د سرې مياشتې د ولایتي څانګې له ریاست او د سپينو او سوداګريزو ساحو څخه د ليدنې ترڅنګ د نمایندګۍ له رئیس او کارکوونکو سره اداري ناسته هم ترسره کړه.
په ياده ناسته کې ښاغلي دلاور له مسئولینو او کارکوونکو سره له معرفت وروسته دوی ته د لازمو سپارښتنو ترڅنګ په چارو کې په پوره اخلاص او امانتدارۍ ټینګار وکړ.