د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د لويديځ زون د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې له مرکز ليدنه وکړه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۷
خبر

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د لويديځ زون د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې له مرکز ليدنه وکړه!

نن جمعه د رجب میاشتې پر ۹مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور هرات ولایت کې د لويدیځ سیمه ایز زون د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز کې د رواني ناروغانو د روغتیایي حالت، هستوګنځای، پخلنځي او ناروغانو ته د ترسره کېدونکو خدماتو څخه له نږدې لیدنه وکړه.
یاده لیدنه کې ښاغلي دلاور د دغه مرکز خدماتي او کاري ټيم ته د غوره خدماتو په ترسره کولو باندې ټينګار وکړ او ناروغانو ته په اخلاص او په معياري شکل د خدماتو وړاندې کول يې د ټولو ايماني او انساني مسٸوليت ياد کړ.
همدا راز نوموړي د ياد مرکز کارکوونکو  ته د اړتيا وړ اسانتياوو د برابرونې ترڅنګ د  هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۸:۳۸
Background image

بغلان کې د اور لګېدنې پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته د بیړنیو توکو مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۴ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ د ګرکرک کلي یوې کورنۍ ته، چې د اور لګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۸
Background image

لوګر کې د دېوال نړېدو پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند په عمر آباد کلي کې یوه کورنۍ، چې د دېوال د نړېدو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، یوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۶
Background image

کابل؛ ۵۱ کارکوونکو ته د مسلکي زده‌ کړو له بشپړېدو وروسته تصدیق‌ پاڼې ووېشل شوې

دوشنبه، ۳ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت، د دې ادارې ۵۱ کارکوونکو ته د «سلوک تګلارې» تر عنوان لاندې د ښوونیزو او مسلکي زده‌ کړو دویم پړاو د تصدیق‌. . .

BACK TO NEWS