د شونډو او تالو چاود پر ناروغۍ د اخته ناروغانو د درملنې او عمليات بهير د يوې غونډې په ترڅ کې  پاى ته ورسېد!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۰:۲۹
خبرونه

د شونډو او تالو چاود پر ناروغۍ د اخته ناروغانو د درملنې او عمليات بهير د يوې غونډې په ترڅ کې  پاى ته ورسېد!

د جمادي الآخره د میاشتې پر ٢ مه، د افغاني سرې میاشتې اړوند په کابل مرکزي روغتون کې ددې خیریه ملي ټولنې په مرسته له بنګله دیش هېواد څخه د راغلو ماهرو روغتیاپالانو له لوري د شونډو او تالو چاود په رنځ د اخته ناروغانو د وړیا درملنې او عملياتونو د بهير د اختتاميې غونډه د سرې مياشتې د سکرتر جنرال د عملياتي مرستيال ښاغلي مولوي عبداللطيف ثابت  په شتون کې ترسره شوه.

په غونډه کې  ښاغلي ثابت په خپلو خبرو کې د بنګلديش مرکز الاسلام بنسټ استازو ته د ياد نېک اقدام په اړه د افغاني سرې مياشتې د سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور د مننې پيغام ورساوه او د درملنې د ياد بهير په ترسره کېدو يې خوښي وښوده او د شونډو او تالو چاود پر رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او عملياتونو د دوام هيله يې څرګنده کړه، نوموړي د یاد بنسټ مسٸولينو ته ډاډ ورکړ چې تاسې کولى شئ خپل بشرپال او روغتيايي فعاليتونه د افغاني سرې مياشتې له لارې ترسره او د افغان ولس د لاسنيوي او مرستې په برخه کې ددې خيريه ملي ټولنې ملاتړ وکړئ.

ورپسې د بنګلديش د مرکز الاسلام بنسټ په استازولۍ ښاغلي حمزه شهيد الاسلام  د ياد پروګرام په اړه  هر اړخيزې خبرې وکړې او د افغاني سرې مياشتې له لوري د دوى متخصصو ډاکټرانو ته ددې پروسې د مخته وړلو په برخه کې يې د سهولتونو او اسانتياوو د برابرولو په پار مننه وکړه او زياته يې کړه: " د درملنې په دې بهير کې مونږ وکولى شول، څو د بېلابېلو ولاياتو څخه راغلي د شونډو او تالو چاود پر رنځ د (۳۴۵)  تنو ناروغانو ثبت او راجستر  او له دې جملې د (۸۵) تنو ناروغو ماشومانو عملياتونه په بريالي توګه ترسره کړو، نوموړي دا راز وويل چې دا به زمونږ وروستى راتګ نه وي بلکې د راجستر شويو پاتې ناروغانو درملنه به په نزدې راتلونکي کې په بل پړاو کې ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

بامیان؛ د څه باندې ۶۳٠٠ ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۴ ذو الحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بامیان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۸۶۱ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۶:۲۹
Background image

کابل؛ فاریاب کې د افغاني سرې میاشتې پر ځمکه د پانګونې داوطلبۍ ترسره شوه

چهارشنبه، ۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د فاریاب ولایت د میمنې ښار اړوند د ۲۰۴۰ متر مربع ځمکې د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د تهیې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۵۸
Background image

دایکندي کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

چهارشنبه، ۳ ذو الحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د دایکندي ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۰۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS