د افغاني سرې مياشتې او چين د سره صليب ترمنځ د همغږۍ پر پياوړتيا خبرې وشوې

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۱:۴۰
خبرونه

د افغاني سرې مياشتې او چين د سره صليب ترمنځ د همغږۍ پر پياوړتيا خبرې وشوې

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي الحافظ عزیز الرحمن چین ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نن شنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر  ۲۸ مه، په سوژو ښار کې د یاد هېواد د سره صلیب له مرستیال سره وکتل. 

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او مرستیال د چین هېواد د سره صلیب له مرستیال سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په پیاوړتیا، د بشري مرستو پر اغېزمنتیا او په بېړنیو حالاتو کې د ګټورو تجربو پر شریکولو بحث او خبرې وکړې.
د ناستې په پای کې د چین د سره صلیب مرستیال ژمنه وکړه، چې له افغاني سرې میاشتې سره به خپلو همکاريو ته دوام ورکوي او ددې خيريه ملي ټولنې سره به خپلې بشري مرستې لا زياتې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۵:۱۳
Background image

بلخ ولايت کې ۳۱۳۰۲ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!

بلخ ولايت کې ۳۱۳۰۲ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!

د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د بلخ ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۸۸۷۸ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۷:۰
Background image

د افغاني سرې میاشتې مرکزي مرستون کې له ۱۶۳ بې سرپرسته کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه!

د افغاني سرې میاشتې مرکزي مرستون کې له ۱۶۳ بې سرپرسته کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه!

نن سه شنبه د جمادي الآخر د میاشتې پر ۲۲مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري په کابل مرکزي مرستون کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۶:۵۴
Background image

‏پکتیکا ولایت کې ۱۱۷ تنه زده کونکو ته ښوونیز خدمات!

‏پکتیکا ولایت کې ۱۱۷ تنه زده کونکو ته ښوونیز خدمات!

 د ‎افغاني سرې میاشتې اړوند د پکتیکا ولایت ښوونیز مرکز کې د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې ۱۱۷ زده کوونکو ته د اسلامي ښوونې، سیرت النبي،. . .

BACK TO NEWS