میدان وردګ؛ ۴۰ رضاکارانو ته د رواني ملاتړ او لومړنیو روغتیايي مرستو لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
چهارشنبه، ۲۳ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د رواني ملاتړ، حفظ الصحې او لومړنیو روغتیايي مرستو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.
په دغه ورکشاپ کې ګډونوالو ته د رواني ملاتړ، حفظ الصحې او لومړنیو روغتیايي مرستو په برخو کې نظري او عملي زده کړې ورکړل شوې، څو له زده کړو وروسته په خپلو سیمو کې اړمنو خلکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
ټاکل شوې ده چې روزل شوي رضاکاران به خپلو سيمو کې په راتلونکو اتو ورځو کې کور په کور د رواني ملاتړ خدمتونه وړاندې کړي او په دوو ورځو کې به د حفظ الصحې په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
د دې روزنیز ورکشاپ موخه د رضاکارانو د وړتیاوو لوړول او د ټولنې د روغتیايي او رواني پوهاوي پیاوړتیا ده.
افغاني سره میاشت د روزل شویو رضاکارانو له لارې د ټولنې د روغتیايي او رواني پوهاوي د لوړولو او اړمنو خلکو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د رسولو په برخه کې هڅې کوي.
