کابل؛ افغاني سره میاشت او ناروې سره صلیب د روغتیايي همکاریو ارزونه وکړه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۱:۴۴
K

دوشنبه، ۱۴ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې ټولنې او ناروې سره صلیب د ۲۰۲۶ کال د ګډو روغتیايي فعالیتونو د ارزونې، د نیمګړتیاوو د پېژندنې او د راتلونکو پروګرامونو د ښه تنظیم په موخه غونډه وکړه.

په غونډه کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال مولوي روح‌ الله عبدالسلام، په افغانستان کې د ناروې سره صلیب مشر محمد افتخار، د مرکزي دفتر او سیمه‌ ییزو زونونو رئیسانو او یو شمېر روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.

شيخ الحديث دلاور د ناروې سره صلیب له همکاریو مننه وکړه او له نړیوالو شریکانو سره یې د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د ناروې د سره صليب مشر د افغاني سرې میاشتې روغتیايي فعالیتونه وستایل او ویې ویل چې د طبیعي پېښو، د راستنېدونکو کډوالو د زیاتوالي او د بودیجې د کمښت سربېره، دې ادارې خپل بشري او روغتيايي فعاليتونه پر وخت او ښه شکل ترسره کړي دي. هغه ډاډ ورکړ، چې د ناروې سره صلیب به د افغاني سرې مياشتې ملاتړ ته دوام ورکړي او د رضاکارانو هڅې یې وستایلې.

مولوي روح‌ الله عبدالسلام د رواني ناروغانو د درملنې، د بې‌ سرپرسته کورنیو د لاسنیوي او نورو بشري خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د اړمنو هېوادوالو د ملاتړ په برخه کې یې د ادارې پر دوامداره هڅو ټینګار وکړ.

د روغتیايي خدمتونو رئیس ډاکټر عبدالله عرفان وویل، د خدمتونو کیفیت، ناروغانو ته پر وخت رسېدنه او اغېزمنتیا د روغتیايي پروګرامونو اساسي لومړیتوبونه دي.

په پای کې د راتلونکو فعالیتونو د ښه تنظیم لپاره د تجربو پر شریکولو او ګډو هڅو ټینګار وشو او همدا راز د رضاکارانو د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو ستاينه هم وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۱:۴۴
Background image

کابل؛ افغاني سره میاشت او ناروې سره صلیب د روغتیايي همکاریو ارزونه وکړه

دوشنبه، ۱۴ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې ټولنې او ناروې سره صلیب د ۲۰۲۶ کال د ګډو روغتیايي فعالیتونو د ارزونې، د نیمګړتیاوو د پېژندنې او د راتلونکو پروګرامونو د ښه تنظیم په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا، پکتیکا، پروان، کاپیسا؛ ۱۱۹ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۱ میلیون، ۲۴۹ زره او ۵۰۰ افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

دوشنبه، ۱۴ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز، احمد آبا او زرمت ولسوالیو کې ۴۰ کورنۍ، د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه، مټا خان، برمل او سر حوضه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۸:۵۴
Background image

خوست، میدان وردګ؛ له ۱۵۱ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۱ میلیون، ۵۸۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۴ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د مرکز او د ځاځي ميدان، باک، علیشېرو، صبریو، ګربزو، نادرشاه کوټ، مندوزيو او تڼيو ولسوالیو له ۹۱ او د میدان وردګ. . .

BACK TO NEWS