لغمان، پنجشېر؛ له ۸۱ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۸۵۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه
یکشنبه، ۱۳ جمادی الأولى ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نورلام درې په سیمه کې له ۷۰ او د پنجشېر ولایت د درې ولسوالۍ په کرمان کلي کې له ۱۱ سېلاب ځپلو کورنیو سره په ټوله کې ۸۵۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.
د دې مرستې موخه د سېلاب ځپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول وو.
افغاني سره میاشت د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د اړتیا پر مهال د اړینو مرستو رسولو لړۍ ته دوام ورکوي.
