‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د کابل ولایت له والي سره وکتل

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۸:۲۴
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د کابل ولایت له والي سره وکتل

نن یکشنبه د جمادي الأول د میاشتې پر لومړۍ نېټه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د کابل ولایت له والي الحاج ملا امین الله عبید سره لیدنه وکړه.
کتنه کې د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رٸيس د کابل ولایت ښاغلي والي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د سرې مياشتې د فعاليتونو او بشرپاله خدمتونو په اړه خبرې وکړې چې ورپسې د کابل ولايت والي په خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې له سرپرست عمومي رئیس څخه وغوښتل، څو د کابل او ننګرهار ترمنځ په لویه لار د ترافیکي پېښو له امله زیانمنو او ټپیانو ته پر وخت د رسېدنې او ځواب وینې په موخه د سروبي په سيمه کې ثابت کلینیک جوړ کړي، ځکه ډېری وخت د ترافيکي پېښو ټپیان تر کابل یا ننګرهار پورې تر لېږدولو خپل ژوند د لاسه ورکوي.

د یادې غوښتنې په ځواب کې ښاغلي دلاور ډاډ څرګند کړ، چې نږدې راتلونکي کې به په یاده سیمه کې ثابت کلینیک جوړ او یاده ستونزه به حل کړي.
دا راز نوموړي د روغتيايي خدمتونو مسئول ته لارښوونه وکړه، چې د ثابت روغتيايي کلینیک تر جوړېدو پورې د سروبي سیمې ته يو ګرځنده روغتیایي ټیم وګماري، څو د ترافيکي پېښو ټپیانو ته پر وخت خدمات وړاندې کړي.
https://www.threads.net/@arcsafghanistan

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۱۷
Background image

بلخ؛ ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د ګرمې اعاشې او امنیتي کمرو د تدارک لپاره د داوطلبۍ دوه ناستې وشوې

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د کابل مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو لپاره د ۲۴ قلمه ګرمې اعاشې او د ساتنې او خونديتوب ریاست لپاره د ۱۸ قلمه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

کابل؛ د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم د ام‌ ډي ډاکټر بست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې اړوند د کابل ولایت د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم لپاره د ام‌ ډي ډاکټر په خالي بست د یوه وړ او مسلکي روغتیاپال د ګمارنې په موخه له نوماندانو. . .

BACK TO NEWS