افغاني سرې میاشتې د قطر هېواد په مالي مرسته افغان کوریا انستیتوت ته د حرفوي زده کړو په موخه ۱۵۰ تنه ور وپېژندل

افغاني سرې میاشتې د قطر هېواد په مالي مرسته افغان کوریا انستیتوت ته د حرفوي زده کړو په موخه ۱۵۰ تنه ور وپېژندل
نن پنجشنبه د ربیع الأول د میاشتې پر ۳۰ مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري افغان کوریا انستیتوت ته د شوي هوکړه لیک له مخې د هلمند، فراه او فاریاب ولایتونو د بېوزلو او اړمنو کورنیو ۱۵۰ تنه ځوانان، چې عمرونه یې د ۱۸ کلنو په شاو خوا کې و، د بېلا بېلو پنځه میاشتنیو حرفوي زده کړو په پار ددې خيريه ملي ټولنې د مرستیال، په افغانستان کې د قطر هېواد د سفارت سلاکار ښاغلي دوکتور مردف القاشوطي، د یاد هېواد د سرې میاشتې د مسئول او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مرستیال په حضور کې وروپېژندل شول.
افغان کوریا انستيتوت ته د یادو ځوانانو د ورپېژندنې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: " افغاني سره میاشت د دولت بوديجوي واحد نه دى او د خپلو بشرپالو فعالیتونو لګښتونه د خپلو ملکیتونو د عوایدو،کاري شریکانو، خیریه بنسټونو، خيرپاله هېوادوالو او ملي سوداګرو د مرستو له لارې پر مخ وړي او مونږ دې برخه کې ددې مرستندویه بنسټ له ملاتړ کوونکو مننه کوو، چې تل یې د اړمنو او پېښځپلو د لاسنيوي په برخه کې د افغاني سرې میاشتې ملاتړ کړی."
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال ښاغلی شیخ الحدیث عبدالبر د قطر هېواد مننه وکړه، چې تل یې په ستونزمنو حالاتو کې د افغان ولس لاسنیوی کړی او لا هم د بشرپالو خدماتو په ترسره کولو کې ونډه اخلي.
د ناستې په پای کې په افغانستان کې د قطر هېواد د سرې میاشتې مسؤل احمد العثماني وويل: " موږ له نړيوالو ملي ټولنو او کاري شريکانو سره یو ځای د افغاني سرې میاشتې په تخنیکي همکارۍ د افغان ولس د لاسنیوي په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی او راتلونکي کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکوو، نوموړي زیاته کړه، کومه پروژه چې اوس پهپام کې نیول شوې د ۸۰۰ بېوزلو او بې سرپرسته کورنیو لپاره ده، چې په کې ۲۵۰ بې سرپرسته مېرمنو ته د ګلدوزۍ، ۲۵۰ مېرمنو ته د خیاطۍ، ۱۵۰ کورنيو ته د غواګانو د وېش او ۱۵۰ کسانو ته د حرفوي زده کړو په برخو کې خدمات شامل دي."
د یادونې وړ ده، چې یادو ۱۵۰ تنو ته د لیلیې او نورو اسانتیاو سربېره، د هغوی د کورنيو سره هم په میاشتنۍ توګه د خوراکي توکو مرسته کېږي، څو د ژوند اړتیاوې پرې پوره کړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هلال احمر افغانی با کمک مالی کشور قطر ١٥٠ تن را برای آموزش حرفه ای به انستیتوت افغان کوریا معرفی نمود.
امروز پنج شنبه ٣٠ ربیع الاول، بر اساس توافقنامه امضا شده از سوی هلال احمر افغانی و انستیتوت افغان کوریا، ١٥٠ جوان از خانواده های فقیر و نیازمند ولایت های هلمند، فراه و فاریاب که ١٨ سال سن دارند، براى دوره های مختلف حرفه ای پنج ماهه با حضور معاون این جمعیت خیریه ملی، مشاور سفارت قطر در افغانستان آقای دکتور مردف القاشوطي، مسئول هلال احمر کشور قطر و معین وزارت کار و امور اجتماعی معرفی شدند.
در مراسم معرفی این جوانان به انستیتوت افغان کوریا، آقای حافظ عزیزالرحمن معاون هلال احمر افغانی ضمن خیرمقدم به حاضرین گفت: هلال احمر یک واحد بودجه اى دولت نیست و مصارف فعالیتهای بشردوستانه خویش را از طریق عواید ملکيتهاى خود، شرکای کاری، موسسات خیریه، هموطنان خیرخواه و تجار ملی انجام می دهد، که ما در اين مورد از
حامیان این بنیاد خیریه که همیشه هلال احمر افغانی را در دستگیری نیازمندان و آسیب دیدگان حمایت نموده اند، تشکر می کنیم.»
بعداً معین وزیر کار و امور اجتماعی آقای شیخ الحدیث عبدالبر از کشور قطر تشکری نمود که همیشه در شرایط سخت مردم افغانستان را يارى نموده و هنوﺯ هم در انجام خدمات بشردوستانه سهم میگیرد.
در پایان این نشست، احمد العثمانی، مسئول هلال احمر قطر در افغانستان گفت: ما همراه به جمعيت های بین المللی و شرکای کاری، کمک های خود را برای دستگیری مردم افغانستان به همکاری هلال احمر افغانی ادامه ميدهم، و در آينده نیز به همکاری خود ادامه خواهم داد، وی افزود: پروژه ای که اکنون در نظر گرفته شده است ٨٠٠ خانواده فقیر و بی سرپرست را تحت پوشش قرار میدهد، که در آن برای ٢٥٠ زن بی سرپرست آموزش گلدوزی، برای ۲۵۰ زن خیاطی، برای ١٥٠ خانواده توزیع گاو و برای ۱۵۰ نفر خدمات آموزش حرفه ای شمل میباشد.
قابل ذکر است که علاوه بر فراهم نمودن سهولت لیلیه و سایر امکانات برای ١٥٠ نفر مذکور، به خانواده آنها نیز به صورت ماهانه مواد غذایی برای رفع نیازهای روزانه زندگی آنها فراهم می شود.