۲۰ میلیونه نغدي مرسته؛ کندهار کې ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو ته ورکړل شوه
شنبه، ۵ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کندهار کې له ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره شل میلیونه (۲۰،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وکړه، چې هرې کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
تمه ده، چې دغه نغدي مرسته د یادو کورنیو لپاره د ورځنیو او بېړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه تمامه شي.
افغاني سره میاشت د اړمنو، پېښځپلو او راستنېدونکو هېوادوالو د باور او ملاتړ سرچینه ده، چې د بشري مرستو له لارې هڅه کوي، څو د بېوزله کورنیو د ژوند اساسي اړتیاوې پوره کړي.
