کندز ولايت کې ۲۵۳۹۱ تنه وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.
کندز ولايت کې ۲۵۳۹۱ تنه وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.
د افغاني سرې مياشتې روغتيايې کار کوونکو د کندز ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرې يوې مياشتې په ترڅ کې ۴۲۰۴ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۱۵۵ تنو ټپیانو پانسمان، ۶۹۷۷ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۱۱۸۵۰ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۸۵۶ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۱۰۲۰ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۳۲۹ تنو مېرمنو ته د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.