چین له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه افغاني سرې میاشتې ته ۱۸ ټنه توکي او دوه سوه زره امریکایي ډالر وسپارل!

Website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۳ - ۱۵:۱
چین له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه افغاني سرې میاشتې ته ۱۸ ټنه توکي او دوه سوه زره امریکایي ډالر وسپارل!

د ذوالحجې پر ۴مه د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د چین له سفیر وانګ یو څخه د زلزله ځپلو د لاسنیوي په موخه اتلس ټنه مرسته ترلاسه کړه.

نېږدې اړیکې لري او دوی کوښښ کوي خپلمنځي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل له زلزله ځپلو سره د چین د حکومت اوه نیم میلیون ډالر مرسته به وکولی شي د دوی درد را کم کړي. ناسته کې د چین سفیر وویل، چې دوی د زلزلې له امله په اوښتو زیانونو خپه دي او له راوړې مرستې سربېره به نوره مرسته هم وکړي. نوموړي وویل د افغانستان او چین د وګړو سرنوشت یو دی؛ دوی به په افغانستان کې د وګړو د ژوند د لا ښه والي لپاره ګڼې زېربانیي پروژې په کار واچوي.

 

چین له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه افغاني سرې میاشتې ته ۱۸ ټنه توکي او دوه سوه زره امریکایي ډالر وسپارل!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۴:۲۸
Background image

د افغاني سرې میاشتې له لوري په دره نور ولسوالۍ کې د مرستې په موخه د ۱۰۰ زلزله ځپلو کورنيو سروې سرته ورسيده!

د ربيع الاول په ۵مه افغاني سرې میاشتې د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ په مختلفو کليو کې د ۱۰۰ ﺯلزله ځپلو کورنيو چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو سروې ترسره شوه.یادو ځپل شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د افغاني سرې میاشتې د پنجشیر ولایت د ځوانانو کلپ د یاد ولایت په خنج ولسوالۍ کې له تنکیو ځوانانو د کانکور آزمایښتي آزموینه واخیسته!

د هېواد تنکیو ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابرول د افغاني سرې میاشتې له موخو ګڼل کېږي. په همدې موخه د روان سپوږمیز کال د ربیع الاول پر ۴مه د افغاني سرې میاشتې د پنجشیر ولایت د ځوانانو. . .

شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۹:۰
Background image

هرات

د اړمنو او بېوزلو لاسنیوی د افغاني سرې میاشتې له موخو ګڼل کېږي، په همدې موخه یې پنجشنبه د ربیع الاول پر ۳مه د نړیوال فدراسیون او ترکیې هېواد په مرسته د هرات ښار د بېلابېلو سیمو ۵۰۰ اړمن. . .

BACK TO NEWS