په بادغيس ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۱۰۰ کورنیو ته د مرستو لړۍ  پیل شوه!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۹/۱۹ - ۲۱:۵۳
آغاز روند توزیع کمک های بشردوستانه جمعیت هلال احمر افغانی برای ۱۱۰۰ فامیل در ولایت بادغیس!

 د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د بادغی س  ولایت د سنگ آتش او آبکمري ولسوالیو ۱۱۰۰ اړمنو کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ د لویدیځ زون رييس ښاغلی انجينر محمد مصطفی نبي خېل او د بادغیس سرې میاشتې رییس وجيه الدين منتظري او یو شمېر کارکونکو په شتون کې  د روان ۱۴۰۰ لمريز کال د ليندۍ پر ۱۷ مه نېټه  پیل شوه .

په یادو مرستو کی ۸ قلمه خوراکي توکي: ( ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۱کیلو شین چای، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا ، ۲ کیلو مالګه او یو ډبی بیسکویټ)  شامل دي چې  د سره صلیب او سرو مېاشتو نړېوال فدرېشن په مرسته چمتو شوي او تر نن ورځې ټولټال ۵۴۲ اړمنو کورنیو ته په سنګ آتش. ولسوالۍ کې توزیع شول او د آبکمري ولسوالۍ پاتې ۵۵۸ کورنیو ته به په  راتلونکو ۴ ورځو کې توزیع شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۰:۱۳
Background image

هرات؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۶ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۹۷۳ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۴:۴۲
Background image

کابل؛ ۲۱ راستنې شوې کورنۍ د ۲۲۰ زره او ۵۰۰ افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۵ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې ۲۱ راستنې شوې کډوالې کورنۍ د ۲۲۰ زره او ۵۰۰ افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه مرسته د ملي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۸:۲۴
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې‌ شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته د نغدي مرستو د څلورم پړاو په ترڅ کې ۴ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې.

یاده. . .

BACK TO NEWS