په ارزګان کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له د مرستو شمېر ۲۸۰۰ کورنیو ته ورسېد

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۲ - ۱۲:۴۹
روند مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی در ولایت ارزگان به ۲۸۰۰ فامیل رسید!

د ارزګان ولایت په مرکز کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰۰ بې سرپرسته، وچکالۍ ځپلو او بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو شمېر ۲۸۰۰ ته ورسېد.

ددې مرستو پیل د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۱۷مه شوی، چې په کې ۵۰۰ کورنیو ته د مرغومي پر ۱۷مه، ۸۵۰ کورنیو ته د مرغومي پر ۱۸مه، ۹۰۰ کورنیو ته د مرغومي پر ۱۹مه او ۵۵۰ کورنیو سره پرون د مرغومي پر ۲۰مه یاده مرسته وویشل شوه.

یاده مرسته د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې، چې په کې ۸ قلمه مواد شامل دي، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو چای، یوه قطعۍ BP۵ بیسکویټ او ۱۰ لیتره غوړي شتون لري.

 

روند مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی در ولایت ارزگان به ۲۸۰۰ فامیل رسید!

 

روند مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی در ولایت ارزگان به ۲۸۰۰ فامیل رسید!

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۰:۱۳
Background image

هرات؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۶ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۹۷۳ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۴:۴۲
Background image

کابل؛ ۲۱ راستنې شوې کورنۍ د ۲۲۰ زره او ۵۰۰ افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۵ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې ۲۱ راستنې شوې کډوالې کورنۍ د ۲۲۰ زره او ۵۰۰ افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه مرسته د ملي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۸:۲۴
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې‌ شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته د نغدي مرستو د څلورم پړاو په ترڅ کې ۴ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې.

یاده. . .

BACK TO NEWS