هرات؛ د اقلیمي بدلونونو د پروژې د همکار بست لپاره ازموینه واخستل شوه
پنجشنبه، ۱۷ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري هرات ولایت کې د اقلیمي بدلونونو د پروژې د همکار خالي بست لپاره د وړ او مسلکي اشخاصو د ګمارلو په موخه له یو شمېر نوماندانو تحريري ازموينه واخیستل شوه.
ازموینه کې ۱۷ تنو نارینه کاندیدانو ګډون درلود، چې د بشپړ عدالت او شفافیت په پام کې نیولو سره به د پوښتن پاڼو تر کتلو او تقريري ازموينې وروسته مخکښ ګډون کوونکي په نښه او وګمارل شي.
