ننګرهار کې د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز لپاره د اړتیا وړ نور درمل چمتو کیږي!

ننګرهار کې د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز لپاره د اړتیا وړ نور درمل چمتو کیږي!
نن دوشنبه د رجب د میاشتې پر ۵ مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري ددې خيريه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې دننګرهار زون د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز لپاره د ۶۷ قلمه نورو درملو د چمتو کولو په پار د داوطلبۍ غونډه ترسره شوه.
یادې ناسته کې ۷ سوداګريز او لوژستیکي شرکتونو ګډون درلود، چې د نظارت او ارزونې د ټيم له لوري د اسنادو تر ارزونې او کره کتنې وروسته به یې د درملو برابرول د قرارداد پر شرایطو برابر ګټونکي شرکت ته ورکړل شي.