ننګرهار ولایت کې پر اړمنو او بې سرپرسته کورنیو د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه هګۍ لرونکې چرګې او نران چرګان ووېشل شول!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۲۰:۳۲
خبرونه

ننګرهار ولایت کې پر اړمنو او بې سرپرسته کورنیو د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه هګۍ لرونکې چرګې او نران چرګان ووېشل شول!

نن دوشنبه د شوال د میاشتې پر ۲۳مه، د افغاني سرې میاشتې د ننګرهار ولايت د مرستون له لوري د ډنمارک د سره صلیب په مالي همکارۍ د سره رود ولسوالۍ شيخ مصري کمپ کې پر ٢٠ او د خوږیاڼو ولسوالۍ د چمتلې په سيمه کې پر ١٠ اړمنو او بې سرپرسته کورنیو د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه په ټوله کې ۸۱۰ هګۍ لرونکې چرګې او نران چرګان ووېشل شول، چې هرې کورنۍ ته ۲۴ هګۍ لرونکې چرګې، ۳ چرګان، ۱۰۰ کیلو دانه او  د ښې پالنې په موخه يې د اړتیا وړ توکي ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۷:۴۱
Background image

سمنګان؛ پر ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

جمعه، ۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د مرکز ایبک اړوند د بېلابېلو ناحیو پر ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د بشري همدردۍ په موخه ۳۱.۲ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۷:۲۲
Background image

ننګرهار؛ عمومي رئيس د افغاني سرې مياشتې له ملکيتونو ليدنه وکړه

جمعه، ٧ جمادى الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور، ننګرهار ته د سفر پر مهال د سرې مياشتې له بېلابېلو ملکيتونو د ليدنې ترڅنګ د ودانيو عمومي حالت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۷:۱۰
Background image

کونړ کې ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړنۍ سرپناه او توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۶ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې له ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه او د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

BACK TO NEWS