فراه ولايت کې ۷۱۵۰ اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۰:۱۰
خبر

فراه ولايت کې ۷۱۵۰ اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات!

د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د فراه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۱۴۱۷ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۱۶۸ تنو ټپیانو پانسمان، ۱۷۲۴ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۳۰۱۶ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۲۵۲ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۲۰۳ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۳۷۰ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۵۰
Background image

افغاني سره میاشت؛ پکتيا کې د زرګونو اړمنو ناروغانو درملنه شوې

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۷۴۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۹:۵۲
Background image

لغمان؛ پر ۳۵ سېلاب‌ځپلو کورنیو ۳۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول

شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نورلام درې په سیمه کې پر ۳۵ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۳۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول.

په هر خوراک کې یو پارسل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۴
Background image

د نورستان سېلاب؛ په پارون کې د نادرکو کسانو د لټون عملیات لا هم روان دي

شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸

د نورستان ولایت د مرکز پارون په سېلاب ځپلو سیمو کې د افغاني سرې میاشتې د ژغورنې ځانګړي ټیمونه د اړوندو ادارو په همغږۍ، د نادرکه شوو کسانو د لټون پر عملیاتو بوخت دي.

. . .

BACK TO NEWS