غور ولایت کې پر ۴۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۵:۵۷
خبرونه

غور ولایت کې پر ۴۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن پنجشنبه د رجب د میاشتې پر لومړۍ نېټه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د غور ولایت د دولینه ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو پر ۴۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ۲ قلمه د غیر خوراکي توکو تر څنګ په ټولیز ډول ۶۷.۹۵۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

یاده مرسته چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیټره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو شین چای، نیمه کیلو بیسکوټ، ۴ کمپلې او یوه د روغتیا ساتنې بسته ورکړل شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۶:۲۵
Background image

هرات ولایت کې ۲۷۸۶۵ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي!

هرات ولایت کې ۲۷۸۶۵ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي!

د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تېرو ۳۰ ورځو په لړ کې د هرات ولایت په بېلابېلو سيمو کې د یادو ناروغانو له جملې د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۶:۲۱
Background image

۲۸۶ تنه زده کوونکو ته ښوونیز خدمات!

۲۸۶ تنه زده کوونکو ته ښوونیز خدمات!

افغاني سرې مياشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ۳۵ ښوونيز مرکزونو له لارې په ټوليز ډول ۲۸۶ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو کې لکه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۲:۴۳

BACK TO NEWS