عمومي رئیس تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو له پنډغالي لیدنه وکړه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۶:۴۶
عمومي رئیس تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو له پنډغالي لیدنه وکړه

شنبه، ۲۰ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌الدین دلاور، په تورخم عمري پنډغالي کې له روغتیايي کلینیک، د راستنېدونکو کډوالو له بهیر او د پخو خوړو له وېش لیدنه وکړه.
لیدنه کې ښاغلي دلاور، راستنېدونکو کډوالو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ، پنډغالي کې یې د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کلینیک کارکوونکو ته له کډوالو سره د نېک چلند، ښو او پر وخت خدمتونو په ترسره کولو د ټینګار سربېره ځینې لازمې سپارښتنې هم وکړې او د پخو خوړو د وېش بهیر یې له نزدې و ارزوه.
د يادونې وړ ده، چې د افغاني سرې مياشتې له لوري د تورخم په عمري پنډغالي کې هره ورځ پر ۲ زره کډوالو پاخه خواړه وېشل کېږي، سلګونه ناروغانو ته وړيا روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي او سلګونه کډوالو کورنيو ته د لنډ مهالې سرپناه په موخه د استوګنې زمینه هم برابره شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۶:۵۶
Background image

میدان وردګ؛ ښوونیز مرکز کې له زده کوونکو آزموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۲۱ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې له ۳۲ تنو زده‌ کوونکو څخه د انګلیسي مضمون د پنځم کتاب وروستۍ آزموینه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۵:۲۰
Background image

لغمان کې له ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۲۱ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ له ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره دوه میلیونه او سل زره (۲،۱۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۵:۱
Background image

زلزله ځپلو د لاسنیوي په موخه د سرې میاشتې او نړیوالو کاري شریکانو ګډه ناسته وشوه

یکشنبه، ۲۱ ربیع الأول ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، په افغانستان کې د سرې میاشتې د کاري شریکانو ( آی سي آر سي، ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، ترکیې او قطر سرو. . .

BACK TO NEWS